Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د زابل والي:د طالبانو مرستیال والي او ۲ ولسوالان یې وژل شوي

0
د زابل والي رحمت‌الله یارمل ادعا کړې چې د دې ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو مرستیال والي او د مېزانې او دای چوپان ولسوالیو لپاره د وسله‌والو طالبانو ولسوالان په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. 


رحمت الله یارمل نن د جون په ۱۱مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تېره شپه په پوځي عملیاتو کې ټول، ۵۳ وسله‌وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.


د یارمل په وینا، وسله‌والو طالبانو د دای چوپان ولسوالۍ د نیولو لپاره حمله کړې وه.


له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۷ وسله‌وال طالبان زخمیان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې د زابل د دای چوپان ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی، خو د زابل والي دا خبر رد کړی دی.


په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله د دواړو خواوو ادعاوې خپلواکو سرچینو نه‌دي تأیید کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *