Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

کورنیو چارو وزارت: عبدالحمید خراساني ونیول شو

0
پولیسو عبدالحمید خراساني نیولی دی.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وويل چې خراساني د هېواد او سیمې پر کچه له خطرناکو او لویو مجرمینو څخه یو دی.


د رحيمي په وینا خراساني نن تر ماسپښین مخکې په داسې حال کې ونيول شو چې نن يې غوښتل په کابل ښار کې د لاریون پر مهال له پولیسو سره نښته وکړي.




د رحیمي په وینا عبدالحمید خراساني د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په لېست کې شامل و او څو ځلي يې له پولیسو سره نښته کړې ده.


د کورنیو چارو وزارت په وینا، خراساني له سوداګرو په باج اخېستلو، په ګڼو اختطافونو، وژنو، شوکو، لارې نيولو او زورواکي تورن دی.


رحيمي زیاته کړه چې خلکو ته د ښکنځلو، د حرمت بې احترامي، د افغانستان بېرغ ته د اور ورته کولو جرمونه له هغو جرایمو دي چې خراساني مستقیم لاس په‌کې لري. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *