Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

کابل کې د امريکا سفیر: طالبان دې افغان خبريالان نه تهديدوي

0
په کابل کې د امريکا سفیر له طالبانو غوښتي چې افغان خبريالان دې نه تهديدوي.


جان بس د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د خبريالانو او ملکيانو پر وړاندې تاوتریخوالی به افغانستان ته امنیت او فرصت نه راولي او نه به هم له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپل سیاسي اهداف تر لاسه کړي.




د امریکا سفیر جان بس همدا راز لیکلي چې فعالې رسنۍ د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ثبوت دی.


ده همدا راز ویلي چې خبريالي جرم نه‌دی او دا په نړۍ کې د ټولنې ګټور خدمت دی.


دا وروسته له هغه چې وسله‌ والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد دې دولتي اعلانونه نه خپروي.


دا اعلانونه له خلکو غواړي چې که د طالبانو مشکوک فعالیت وویني، چارواکو ته دې خبر ورکړي.


د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې دغه نشرات بند نه ‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.


د افغان رسنیو مدافع ادارې یا نی د طالبانو دا اعلامیه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې د رسنیو د خوندیتوب په خاطر دې کلک اقدامات وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *