Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د ناټو عمومي منشي د رسنیو پر ضد هر ډول تهدید غندلی

0
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ​ د رسنیو پر ضد هر ډول تهدید غندلی دی.


ینس سټولټنبرګ نن د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د خبري کنفرانس پر مهال په دې اړه داسې وویل: "موږ ژورنالېستانو ته هر ګواښ محکوموو، ځکه دا یو اساسي ډموکراتیک حق دی چې ژورنالېستان د بیان ازادي ولري. راپور ورکړي او په کومه طریقه چې هغوی غواړي کار وکړي. دا د ناټو لپاره یو اصلي ډموکراتیک ارزښت دی. موږ لیدلي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې خبریالان وژل شوي او دا ډېره مهمه ده چې د هغوی د حقونو لپاره ودرېږو."


همداراز په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا یوناما پر ټويټر لیکلي چې د طالبانو له دې تهديده سخته اندېښنه لري.


تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو وغوښتل چې د افغان خبریالانو پر وړاندې تهدید ونه‌کړي.


د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو پر ضد نشرات بند نه‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *