Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ننګرهار کې د لسو پروژو قراردادونه له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول

0
د ننګرهار د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لسو پروژو قراردادونه د سېمې له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول.


د ننګرهار د کرنې رئیس ذبیح‌الله حسن‌زي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پروژې به د شینوارو په اچین، غني‌خېلو، سپین‌غر، هسکه مېنه، نازیان او دور بابا ولسوالیو کې د کانالونو او استنادي دیوالو په جوړولو ولګول شي.


نوموړي وویل، دغه پروژې د کرنې په وده او د بزګرو د حاصلاتو په زیاتېدو کې رغنده رول لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *