Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 31.07.2019

خلیل‌زاد: بې‌باوري د سولې په وړاندې لوی خنډ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد دوحې ته له سفر څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، کابل ته‎یې وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک و. په افغانستان کې د ازادي راډیو رئیس سمېع مهدي له ښاغلي خلیل‎زاد سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د هرات- کندهار پر لویه لاره د ماین چاودلو په نتيجه کې پنځه دېرش کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي. جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا یو شمېر راکټونه تجربه کړي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

''نور جګړه بس کړئ''

Mashaalradio.com 

د خوست دیني عالمانو او ځوانانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د پای ته رسولو په خاطر په خپلو کې سوله وکړي.



د سېنېټ چېرمېن برخلیک به سبا مالومېږي

Mashaalradio.com 

په سېنټ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف مشر شبلي فراز دا تورونه رد کړل چې ګنې سنجراني له رايي اچونې مخکې په استعفا ورکولو غور کوي.فراز زياته کړه چې سبا د اګست په ړومبۍ نېټه به د عدم عتماد پر تحريک رايي اچونه کيږي.

د ناټو له سرمنشي سره د جرمني د نوې دفاع وزیرې لیدنه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني نوې دفاع وزیرې نن (چهارشنبه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره وکتل. وروسته له دې چې مېرمن کرمپ کیرینبویر د روانې جولای په لومړیو کې د جرمني دفاع وزیره وټاکل شوه، دا لومړی ځل دی چې بروکسل ته ځي. تر دې وړاندې کان واندرلاین د جرمني دفاع وزیره وه او اوس د اروپا د کمېسیون رئیسه ټاکل شوې ده. ټاکل شوې چې د جرمني نوې دفاع وزیره د ناټو له سرمنشي سره له ناټو څخه د امریکا د ولسمشر د غوښتنو په اړه خبرې وکړي. ډونالد ټرمپ د ناټو له غړو غوښتي چې خپله مالي ونډه زیاته کړي.

په پاکستان کې بارانونو ۸۳ تنه وژلي

Mashaalradio.com 

د قدرتي ناورینونو سمبالولو قامي اداره وايي ۱۳۸ کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي، د ادارې په وینا په بارانونو کې کورونه ځکه ویجاړېږي چې په خوړونو او باراني نالیو کې جوړ دي.

په ننګرهار کې ډاکترانو او د درملو عمده پلورونکو اعتصاب کړی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې ډاکترانو او د درملو عمده پلورونکو د ناامنیو له امله د کار نه‌کولو اعتصاب کړی دی. د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعتصاب تېره ورځ پيل شوی دی. حاجي اغا زیاتوي: "د اعتصاب لامل نا امني ده، دوی غوښتنه کوي چې زموږ امنیت دې خوندي شي، د دواګانو دوه درې عمده فروشيو ته ماینونه ایښودل شوي." دا لومړی ځل نه‌دی چې په ننګرهار کې یو شمېر ډاکتران او د درملو عمده پلورونکي د کار نه‌کولو اعتصاب کوي، بلکې له دې مخکې هم د ځینو لاملونو له امله ورته اعتصابونه شوي دي. Читать дальше...

شمالي کوریا نن دوه نور لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا نن دوه لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي دي. دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې شمالي کوریا راکټونه ازمويي. تېر وار د جولای په ۲۵مه شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي یو راکټ ازمویلی و چې ګڼ غبرګونونه‌یې وپارول. نن د جَنوبي کوریا چارواکو تأیید کړې چې د شمالي کوریا دواړه بالیستیک راکټونو ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

۴۵ افغان پناه غوښتونکي له جرمني کابل ته واستول شول

Pa.azadiradio.com 

۴۵ افغان پناه غوښتونکي نن له جرمني کابل ته ورسېدل. د دوی د پناه غوښتونلیکونه په جرمني کې نه‌و منل شوي. دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۲۶ وار دی چې د افغان پناه غوښتونکو ډله له جرمني ایستل شوي او کابل ته استول شوي دي. ۶۰۰ کسان تر اوسه بېرته کابل ته لېږل شوي. جرمني داسې وخت دا پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي چې په دغه هېواد کې ورځ تر بلې د مرګونو بریدونو شمېر زیات شوی او په‌کې ملکیان قرباني کېږي.

په کندهار کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو معلومات خپاره شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت په کندهار کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل. پنټاګون ویلي چې د دوی سرتېري برنډون کرېشیر او مایکل نانسي نومېږي. برنډن ۲۰ کلن او د اوهایو و او مایکل نانسي هم ۲۴ کاله عمر درلود او د شیکاګو ایالت و. دوی د کندهار په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ په یوه پوځي اډه کې د یوه افغان پوځي له‌خوا ووژل شول. افغان پوځي په ځوابي ډزو کې ټپي او ونیول شو. امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او د روان کال له پیله تر وروستۍ پېښې ۱۱ سرتېري وژل شوي و.

په کشمیر کې یو هندی او یو پاکستانی سرتېری وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کشمیر کې د پاکستان او هندوستان د بېلتون پر کرښه پر یو بل ډزو کې یو هندي او یو پاکستاني سرتېری وژل شوي دي.   د دواړو هېوادونو چارواکو تېر ماښام په دې اړه خبر ورکړ. دا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سیمه کې پر بېلتون کرښه د دواړو خواوو د پوله‌ساتو د متقابلو ډزو تازه پېښه ده. هند او پاکستان په ۲۰۰۳ م کال کې د دې کرښې دواړو خواوو ته اوربند اعلان کړی خو دا اوربند وخت ناوخت ماتېږي.   هند او پاکستان دواړه کشمیر سیمه د خپلې خاورې برخه بولي او په ۱۹۴۷ م کال کې د خپلواکۍ او دواړو د بېلتون راهیسې... Читать дальше...

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور ۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي دي. چارواکي وايي، د سې شنبې په ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي هم دي.   د چاودنې هدف د کوټې ښار په یوې مرکزي سیمه کې د پولیسو د ګزمې موټر وو. په بلوچستان ایالت کې د پولیسو او اقلیت شیعه مسلمانانو پر ضد دا ډول پرله‌پسې بریدونه او چاودنې کېږي. د کوټې د مرکزي روغتون یو ډاکتر سلیم ابرو ویلي، څلور مړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه په‌کې شامل دي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې... Читать дальше...

په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

Pa.azadiradio.com 

په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سې شبې په ورځ په یو راپور کې وویل، په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې په پوځي کړکېچونو کې تر ۱۲ زرو زیات ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.   ملګرو ملتونو په دې راپور کې همدارنګه د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴ زره قضیې هم یادې کړې چې په‌کې د جنسي زور زیاتي، پر ښوونځیو د بریدونو او د سرتېرو په توګه د ماشومانو د نیولو موارد شامل دي. ښاغلي ګوترش ویلي، په دې سرغړاویو کې د غیر دولتي وسله‌والو... Читать дальше...

د افغانستان جنوبي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین ستونزو سره مخ شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ شوی دی. د پولیو واکسین د کمپاین د عامه اړیکو مسؤل ډاکتر میرا جان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت مخالف وسله‌وال په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ د واکسین د کمپاین مخه نیسي. د ښاغلي راسخ په وینا د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې راهیسې یې کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین پپل کړی، خو په عملي کولو کې یې ستونزې او خنډونه د دې سبب شوي چې دا وایروس لا هم په سیمه کې پاتې شي او ماشومان پرې اخته شي. د ډاکتر راسخ... Читать дальше...

ملي اردو:‌ په غزني او پکتیا کې ۵۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي اردو وايي، په غزني او پکتیا کې یې په جلا جلا پېښو کې ۵۸ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل: "افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د لویې لارې او سدوزیو په سیمو کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې په‌کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي او پنځه تنه‌یې ټپیان شوي." په همدې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو سرتېرو د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په تاسنګ پوستې د وسله‌والو ډله‌ییز برید په شا تنبولی چې پنځه تنه وسله‌وال‌یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *