Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي کاناډا ته ځي

0
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له کاناډایي چارواکو سره د خبرو او په تورنتو کې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره کاناډا ته ځي.


نوموړی به په دغو درې ورځني سفر کې چې نن یې پیلوي، په تورنتو کې په اوکراین کې د اصلاحاتو د پروسې د ملاتړ په کنفرانس کې چې مشري یې کاناډا او دا هېواد په ګډه کوي، ګډون وکړي.


په دغه درېیم نړیوال کنفرانس کې به د نړۍ د یو شمیر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو د مشرانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان ګډون وکړي.


زیلینسکي به په دې کنفرانس کې پر ګډون سربېره د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.


زیلینسکي ژمنه کړې چې په هېواد کې به اصلاحات پلي کوي او له فساد سره به مبارزه سختوي او هم به دا هېواد د اروپایي ټولنې او د ناټو د غړیتوب لارې ته برابروي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *