Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

مولانا صوفي محمد د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو

0
مولانا صوفي محمد چې پاکستانی مذهبي تُندلاری ګڼل کېده او په ۲۰۰۱ میلادي کال افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره دې هېواد ته تللی و، د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو.


د صوفي محمد د کورنۍ غړو تأیید کړه چې هغه نن د پنجشنبې په ورځ په پیښور کې مړ شو او د ورځې په وروستیو کې به خاورو ته وسپارل شي.


نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته له هغې چې له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستنېده ونیول شو او د جرمونو د څو مواردو پر اساس په بند محکوم شو.


نوموړی تېر کال د روغتیایي دلایلو له امله له بنده خوشې شو.


د امریکا متحدو ایالاتونو او افغانستان تل پاکستان سخت دریځو ته په پناه ورکولو تورن کړی، خو اسلام آباد دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په خپله په کوردننه د ټوکیدلې سخت دریځۍ قرباني دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *