Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

انتخاباتو کمېسیون: اوس امنیت د انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده

0
په افغانستان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وايي، له وسله‌والو طالبانو سره د حکومت د سولې موافقه او په انتخاباتو کې د طالبانو ګډون به د جمهوري ریاست د روانو ټاکنو له شفافیت سره مرسته وکړي.


نورستانۍ وویل، اوس امنیت د را روانو انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده.


حوا علم نورستانۍ نن د جولای شپاړسمه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنې به له ټولو ستونزو سره په ټاکلي وخت، وشي.


نورستانۍ له وسله‌والو طالبانو سره د حکومت د سولې د هڅو او په انتخاباتو کې د وسله‌والو طالبانو د ګډون د امکان په اړه وویل، هغوی هم افغانان دي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی.


نورستانۍ وویل، ښه به وي چې حکومت او وسله‌وال طالبان د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې د سولې موافقه وکړي.


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *