Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د بدخشان د واخان د ولسوال دنده د جنسي ځورونې په تور ځنډېدلې

0
د بدخشان د واخان ولسوالۍ ولسوال، معروف خیرخواه د یوې ښځې د جنسي ځورونې په تور موقتاً له کاره لېرې شوې دی.


د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند، سید شاه سقیم نن د جولای په شپاړسمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د واخان پر ولسوال تور لګېدلی چې یوه بهرنۍ ښځه یې چې د سیاحت لپاره واخان ته ورغلې وه، ځورولې ده او جنسي زور زیاتی یې ورسره کړی دی.


سقیم وویل چې په‌دې اړه څېړنې کېږي او د خبرې تر سپيناوي پورې د واخان ولسوالۍ سرپرست ته سپارل شوې ده.


د سقیم په وینا، که پر هغه لګېدلي تورونه ثابت شي ، رسماً به برطرف شي.


په وروستیو کې یوې بهرنۍ ښځې چې له تاجکستانه د واخان ولسوالۍ ته تللې وه، رسنیو ته په استولي لیک کې ادعا وکړه چې د واخان ولسوال ځورولې ده.


د معروف خیرخواه له لوري د دې ادعاوو په اړه هېڅ وینا تر اوسه نه‌ده خپره شوې.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *