Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران د سپاره پاسداران ځواکونو ۲ غړي وژل شوي

0
د پاکستان پولې ته څېرمه نامعلومو وسله‌والو د ایران د سپاره پاسداران انقلاب ځواکونو دوه غړي په ډزو وژلي دي.


د ایران دولتي ټلوېزېون نن خبر ورکړ چې دا پېښه پرون د ایران د سیستان بلوچستان ولایت کې چې په تیرو وختونو کې هم د سُني وسله والو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ترمنځ په‌کې نښتې شوې، رامنځ ته شوې ده.


د دولتي ټلوېزېون د خبر له مخې د دې پېښې مسؤل ترهرګر بلل شوې خو دا نه‌دي ویل شوي د ترهګرو کومه ډله؟


په تیره فبروي میاشت کې له القاعده سره تړلې یوې ډلې پر یوه بس چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک غړی يې لېږدول، د ځان وژونکي حملې مسؤلیت اخېستی و.


په‌دې پېښه کې د دې ځواک لږترلږه ۲۷ غړي وژل شوي وو.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *