Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

0
په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.


د غزني د ملکي شفاخانې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د بمي جاودنې له امله د دوی روغتون ته څلور قرباني شوي کسان وروړل شوي دي.


د شفاخانې رئیس باز محمد همت د ‎یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د چاودنې له ځایه دوه تنه مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.


بازمحمد همت زیاته کړه: دغه ټول ملکیان دي.


چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د غزني ښار ته څېرمه د کابل کندهار پر لویه لاره د کابل هډې ترڅنګ رامنځته شوه.


تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.


-- 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *