Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2019

راپور: تېره میاشت ملکي وګړو ته په تېرو ۳ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه

0
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، تېره جولای میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.


د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې په همدې میاشت کې ۳۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان شوي دي.


د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې راپور ښیې چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې اوښتې چې تر ټولو ډېر یې په کندهار، کابل ، غزني او فاریاب ولایتونو کې ده.


دا راپور د دغې مرګ ژوبلې اصلي لاملونه ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ته ښخ شوي ماینونه ښیي، خو هوایي بریدونه او شپني عملیات د دې مرګ ژوبلې دوهم علت یادوي.


د همدې ډلې د راپور له مخې، په تېره جون میاشت کې ۱۹۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ چې د جولای وروستۍ ورځ وه، د کندهار -هرات ترمنځ لویه لاره کې پر مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ماین وچاودېد چې ۳۴ تنه پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.


 ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې یو ځل بیا د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې د دغو تلفاتو څه باندې پنځوس سلنه د وسله والو مخالفینو له خوا شوې ده.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *