Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2020

د کندز سرحدي سیمو کې ۲ سوداګریز مرکزونه جوړېږي

0
په کندز کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د جاپان او نړیوال بانک په مالي مرسته د لیتاکا یا د معیشت ودې پروژې په چوکاټ کې د دې ولایت په سرحدې سیمو کې دوه سوداګریز مرکزونه جوړېږي.


چارواکي وايي، دغه مرکزونه په کندز ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي.


د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا، د دې پروژې د پلان له مخې د شمال ختیځ ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې بنسټیزې او تولیدي پروژې پلې کېږي ترڅو د کلیوالو اقتصاد وده وکړي او شته ستونزې هوارې شي.


د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس دوست محمد ریحان په دې اړه وویل: "د لیتاکا د پروژې له مخې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مرکز د کندز ښار کې او د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مرکز په امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي څو د کلیوالو لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو تولیداتو ته د پلورلو زمینه برابره شي."


له دې سره سم، په کندز کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي بیا وايي چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د کلیوالو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته په سیمه کې نږدې د پلورلو زمینه برابره شي.


د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه شمېر خلک چې په دې پروژه کې شامل شوي، دغه پروژه د کلیوالو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې ګټوره بولي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *