Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 04.01.2020

د امریکا له لوري د ایران د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني وژل او پراخ غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

قاسم سلیماني څوک و؟ د امریکا لپاره یې وژل ولې دومره مهم و؟ د افغانستان لپاره یې ګټه او تاوان شته کنه؟ د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد له یو شمېر افغان کارپوهانو سره په دې اړه خبرې کړې دي:

په اسټرالیا کې د ځنګلي سیمو اور بیا پراخ شوی

Pa.azadiradio.com 

په اسټرالیا کې د ځنګلي سیمو اور نن بیا پراخ شوی او تُند بادونه پیل شوي. مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اور زیاتو سیمو ته وغځیږي. د اسټرالیا صدراعظم سکاټ ماریسن هغو شاوخوا درې زره اور وژونکو ته د فعالیت د پیل امر کړی چې د اور وژنې د مخنیوي لپاره چمتو شوي و. ماریسن نن په دولتي ټلویزیوني کې غږېده او ویې ویل چې راتلونکې ۲۴ ساعته ډېر سخت وخت مخکې لرو. اوس وخت ګواښ د اسټرالیا ملبورن او سیډني ښارونو ته هم پېښ دی. له سېپټمبر راهیسې په اسټرالیا کې په تېره بیا په نیو سوټ وېلز ایالت کې اور لګېدو... Читать дальше...

اندونیزیا کې سیلابونو او خټینو اوبو نږدې ۵۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا چارواکو نن ویلي چې د پلازمینې جکارتا په شاوخوا سیمو کې سیلابونو او خټینو اوبو لږ تر لږه ۵۳ تنه وژلي دي. د چارواکو په وینا ، د ژغورنې ټیمونه د هغو خلکو په لټه کې دي چې ګمان کیږي د خـټو او اوبو لاندې پاتې وي. د اندونیزیا د مرکزي سیمو لسګونه ساحې د درنو اورښتونو او سیلابونو په خاطر تر اوبو لاندې شوي. په تېره یوه لسیزه کې دا څو ورځې د سیلابونو راوتل او درانه اورښتونه بې سابقه او خطرناکه بلل شوي. د خرابې هوا دوام، د بریښنا بندښت، او صعب العبورې سیمې د ژغورنې هڅې ستونزمنې کړي دي. ... Читать дальше...

عراق کې د قاسم سلیماني جنازې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي و

Pa.azadiradio.com 

نن د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د یوه لوړپوړي پوځي قومندان جنرال قاسم سلیماني او څو نورو کسانو د جنازې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي و. د دې مراسمو اکثرو ګډونوالو د عراق ملي بیرغ او د حشد الشعبی یا د عراق د ولسي بسیج د ډلې بیرغ په لاسو کې نیولي و. دوی د بغداد له ډسپلوماټیکې ساحې یا ګرین زونه په عراق کې د شیعه ګانو لپاره د دوو مقدسو ښارونو کربلا او نجف په لور لاریون هم پيل کړ. د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي هم له لاریونوالو سره یوځای شو. ده د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په هوايي برید... Читать дальше...

وکیل شاه خپله شخصي ځمکه د نجونو ښوونځي ته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

وکیل شاه خپله شخصي ځمکه د کلي په منځ کې د نجونو ښوونځي ته ورکړه څو د دوی لپاره په کې ښوونځۍ جوړ شي. وکیل شاه د دې کار د ترسره کولو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو او د افغانستان د پوهنې وزیر لخوا ډېر وستایل شو. نور جزئیات د احسان آرین په رپورټ کې:



پکتیا پولیسو ۳۰۳ کیلو چرس او یو شمېر وسلې نیولي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې پولیسو ۳۰۳ کیلو چرس او یو شمېر وسلې نیولي دي. د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم نن ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو ځانګړې قطعې د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د سکندرخېلو په سیمه کې ۳۰۳ کیلو چرس، درې کلاشینکوفونه او نور پوځي تجهیزات په یو لړ عملیاتو کې ونیول. تبسم وویل هڅه روانه ده چې د دې اندازه چرسو او وسلو قاچاقبر او عاملین هم ونیول شي. په پکتیا کې امنیتي مسوولینو داسې مهال د یادو نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی، چې پدې وروستیو کې د یاد ولایت چارواکو ویلي ول، چې د نشه يي توکو د کار بار د مخنیوي لپاره يې هڅې چټکې کړې دي.

غريبۍ کار کولو ته اړ کړي يو: کاريګر ماشومان

Mashaalradio.com 

د کوټې ښار په بېلا بېلو مستري خانو کې يو شمېر داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې تر لسو کلونو ټيټ دي. دا ماشومان وايي کورنۍ يې دومره توان نه لري چې په دوی زدکړې وکړي نو د اقتصادي ستونزو لرلو له کبله کار کولو ته اړ دي. په دې اړه د صمد شبنم وېډیويې راپور وګورئ.

د افغانستان د بدني روزنې ورزشي برخې لوبغاړي بایومټریک کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د بېلابېلو ورزشي برخو لوبغاړي بایومټریک کوي. د دغه ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، چې د بایومټریک دغه پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اسان خدمت شبکې په مرسته ترسره کېږي. نوموړي وویل،چې تراوسه د هاکي، زور خانه یي، کبډي ، کیوکیشن کاراټه او وبدمنتون ورزشکاران بایومټریک شوي دي. د دوی په وینا د یادې پروسیې له لاري به لوبغاړي مشخص او شفافیت رامنځ ته شي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سویلي افریقا کې تمرینات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې لوبغاړو نن د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف خپل تمرینات پیل کړي دي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه تمرینات د جنورۍ تر ۱۶ دوام کوي. نوموړي وویل، چې افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له سویلې افریقا سره ترسره کوي. د ۱۹ کلنو نړيوال جام سیالۍ چې د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلیږي چې د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.  په دغه جام کې ۱۶... Читать дальше...

امریکا د پاکستان پوځ د روزنې پروګرام بیا پيلېدو اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ د روزنې د پروګرام د بیا پيلېدو اجازه ورکړه. دا خبره د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ دفتر په ټوېټر باندې لیکلې ده. په ټوېټ کې راغلي چې د امریکا ولسمشر د ګډو لومړیتوبونو او د امریکا د ملي امنیت د پرمختګ لپاره د پوځونو تر منځ د همکارۍ د غښتلي کولو په هدف د پاکستان د پوځ د تعلیم او تربیې د پروګرام د پیل اجازه ورکړې. د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالې الیس ویلز په حواله دا ټینګار هم شوی چې له... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *