Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوو په تړاو پلټنو ته اجازه ورکړل شوه

0
په هاګ کې د جرایمو نړیوالې محکمې نن حکم ورکړ چې لوی څارنوال کولی شي د افغانستان په جګړې کې د امریکایې ځواکونو لخوا د سرغړونو د احتمال په ګډون د جنګي جرایمو پر ادعاوو پلټنې وکړي.


د دې محکمې د استېناف څانګي قاضي پیوتر هوفمنسکي نن د مارچ پنځمه دا خبره کړې ده.


دغې محکمي د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د یادې پلټني په اړه د لویې څارنوالۍ فاتو بینسودا غوښتنه رد کړې وه.


هغه مهال ادعا شوې وه چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ، افغان امنیتي ځواکونو او د امریکایې پوځیانو او استخباراتي ادارو لخوا جرایم ترسره شوي دي.


محکمې هغه وخت د دې غوښتني په ردولو سره ویلي وو چې دا اقدام به د عدالت په ګټه نه وي ځکه ښایې د همکارۍ د کموالي له کبله له ناکامۍ سره مخامخ شي، خو د جګړو قربانیانو او د بشري حقونو مدافعینو هغه پریکړه غندلې وه.


د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی وو چې د محکمې دا ډول پریکړې د قوانینو سرغړوونکو ته یو خطرناک پیغام لېږلی شي، داسي چې هغوی کولی شي یوازې د همکارۍ په نه کولو ځانونه د قانون له راعایته پورته وګڼي.


واشنګټن هغه مهال سخت غبرګون ښودلی وو او ویلي یې وو چې که دا پلټنه پیل شي، نو د جرمونو نړیوالې محکمې هغو کارکوونکو ته چې د یادو پلټنو لپاره کار کوي، ویزه ورنکړي.


د هاګ محکمې د نوي حکم په اړه تراوسه واشنګټن او نورو لورو غبرګون نه دی خپور شوی.


د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د جګړو پر مهال څه باندې ۳۲ زره ملکي وکړي وژل شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *