Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 18.03.2020

د ازبکستان ((خوارزم لزګي)) نڅا

Mashaalradio.com 

د ازبکستان ((خوارزم لزګي)) ډانس ۲۰۰۰ کلونه تاریخ لري چې پکې ګډېدونکي د مینې او محبت فولکلوري قیصې کوي، د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور څانګې (یونیسکو) د ۲۰۱۹م کال دسمبر کې خوارزم لزګي نڅا کلتوري ورثه ورګرځوله. په دې هکله تفصیل د ایسوشي اېټيډ پریس په ویډیو کې وګورئ. ایډیټ: منورشاه

د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د خېبر پښتونخوا وزيراعلی نوی اقدامات

Mashaalradio.com 

د خېبر پښونخوا وزیر اعلی محمود خان نن (د مارچ اتلسمه) اعلان وکړ چې په پېښور سيکريټريټ کې د روغتيا او اطلاعاتو له محکمو علاوه به نورې ټولې ادارې تړلې وي. نوموړي د ودونو تالارونو تړلو اعلان وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په کور کې هم واده ته ډېر خلک نه وربولي.

د اکاونټنټ جنرل محکمې ملازمينو مظاهره

Mashaalradio.com 

د اکاونټنټ جنرل محکمې ملازمينو د مارچ په ۱۸مه خپل هغه احتجاج ته دوام ورکړی چې دوی د تنخا زياتولو لپاره پېل کړی دی. دوی نن په اتمه ورځ په چارسده کې راغونډ ول. د دې احتجاج له امله د ډېرو هغو خلکو تنخاوې په وخت نه رسي چې د دې محکمې په لاسليک ورته ورکول کېږي. شهنواز ترکزی یې په اړه راپور لري..

د کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د کډوالو په پنډغالو کې لاهم خلک د کرونا نه د ځان ساتنې په اړه معلومات نه‍‌لري. د دې پنډغالو اوسېدونکي وايي هېڅ دولتي ارګان نه‌دی ورغلی چې د دغه ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړي. لېمه هادي د کابل په نساجي سیمه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو یو پنډغالي ته ورغلې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.

فضل احمد معنوي: امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې هڅې کوي

Pa.azadiradio.com 

فضل احمد معنوي یو له دغو کسانو وايي چې که څه هم محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو راوروسته یو بل سره نه‌دي لیدلي، خو د زلمي خلیل‌زاد له لوري هڅې روانې دي ترڅو یو بل سره تفاهم ته ورسېږي.



په خوست کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول هڅې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې ځينو خلکو خوراکي توکي جمع کول شروع کړي دي. ځيڼي دکاندارانو هم بیې لوړې کړې دي. له دې وجې د خوست والي حليم فدايي په ښار کې وګرځېد او هغه دکانونه یې بند کړل چې په ګرانه بيه یې شيان خرڅول.

له کرونا ویروس څنګه ځانونه ساتلی شئ؟

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دا ویروس له یوه انسانه بل انسان ته هغه وخت انتقالېږي کله چې په دې ویروس ککړ انسان ټوخېږي، پرنجېږي یا غږېږي.

کورونا ضد واکسين ازموينې ته اجازه ورکړل شوې

Mashaalradio.com 

په چين کې کورونا وايرس ضد واکسينو ازموينې اجازه ورکړل شوې ده. د نړۍ په نورو برخو کې هم ساینسپوهان د واکیسن په جوړولو بوخت دي. وايرس د مارچ تر ۱۸مې پورې تر دوه لکه زيات کسان اغېزمن کړي او تر اته زره زيات يې وژلي دي.

د کرونا په هکله څومره پوهېږو؟ خطر له څه رامنځته او څوک ورسره مخامخ کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

کرونا ويروس معمولا د تنفس له لاري‌له يوه کس نه‌بل ته خپرېږي. د بيمار د پرنجېدو، ټوخي يا عادي تنفس په مهال له‌خولي او پوزي څخه ويروس د تنفسي څاڅکو به بڼه خورېږي. نو کېداي شي نور کسان ورباندي اخته شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *