Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

ټرمپ او پېنګ کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

0
د امریکا او چین ولسمشرانو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.


د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې له چینايي لوري شي جین پېنګ سره له نږدې کار کوي او سخت درناوی ورته لري.


دواړو نن د مارچ په ۲۷مه، ټیلیفوني خبرې کړې دي، خو تر دې خبرو مخکې، ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې چین لا هم د کرونا ویروس په تړاو شمېرې له نړیوالو پټوي.


دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر اوس د چین په پرتله زیات شوی دی.


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او یو شمېر لوړ رتبه چارواکو مخکې ویلي چې چین په ډسمبر او جنورۍ کې د کرونا ویروس په اړه نړیوال غولولي دي.


کرونا ویروس په ډسمبر کې د چین د هوبې ولایت له ووهان ښاره راپيدا شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *