Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

هند کام ایر هوايي شرکت ته د افغان مسافرو د لېږدولو اجازه ورکړه

0
د هند حکومت کام ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړه چې په پنځو پروازونو کې افغان مسافر له هنده کابل ته ولېږدوي.


د افغانستان د ملکي هوایي چلند د هوايي ټرافیک د ادارې مشر غلام معصوم معصومي نن د مارچ په ۲۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې کام ایر به په پنځو ورځو کې نږدې ۲۰۰۰ کسان له نوې ډېلي کابل ته ورسوي.


د کام ایر شرکت پر فېس‌بوک پاڼه خلکو ته لیکل شوي چې که‌یې د پرواز ټکټونه اخیستي وي، سبا، د مارچ په ۳۰مه (دوشنبه)، د اپرېل په درېیمه او او د اپرېل په پنځمه د نوې ډېلي په مالوي نګر، لاجپت نګر او بهوګل په سیمو کې راغونډ شي.


د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې د هوايي ټرافیک د برخې مشر ازادي راډیو ته وویل چې په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت به د نوې ډېلي له پولیسو سره د همغږۍ پر اساس، ټول مسافر په موټرو کې تر هوايي ډګره ورسوي.


په هند کې حکومت ګرځ‌بندیز اعلان کړی دی.


د کام ایر شرکت ویلي چې له نوې ډېلي تر کابله د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره دی. دې شرکت له خلکو غوښتنه کړې چې د ټکټونو پلورونکو ته دې تر دې زیاتې پیسې نه‌ورکوي او که څوک ډېرې پیسې ورڅخه غواړي، کام ایر ته دې خبر ورکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *