والي: ننګرهار کې د غریبو خلکو د لاسنیوي لپاره نغدي مرسته شوې
د ننګرها چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو د غریبو خلکو د لاسنیوي لپاره له مرستندویه صندوق سره له سلو زرو زیاته نغدي مرسته شوې ده.
په ننګرهار کې د کرونا ویروس د مخنیوي او اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره د مرستو له صندوق سره یو لک او دوه زره امریکایي ډالر مرسته شوې.
دغه صندوق چې تېره ورځ د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په هدایت جوړ شوی، تر دې دمه ورسره د ننګرهار سوداګرو او چارواکو مرسته کړې ده.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په دې تړاو د ټولو ولسوالیو او ناحیو مسؤلینو ته سپارښتنه شوې چې اړوندو سیمو کې حقیقي غریب خلک په نښه کړي چې د دغه صندوق مرستې په شفاف ډول مستحقو خلکو ته ورسېږي.
ښاغلي میاخېل له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې له دغه صندوق سره یې مرسته کړې او زیاتوي چې دا صندوق د هغو خلکو لپاره دی چې بېګا ته د ډوډۍ پیداکولو وس ونه لري.
هغه زیاته کړه: "مونږ هغه محدود څه شخصي امکانات چې وو، هغه مو هم ورکړي، د ننګرهار له سوداګرو هم مننه کوم چې برخه یې واخیسته، یوه کمېټه ځانګړې شوې چې له مختلفو سکټورونو سره تماس ونیسي، او ډاډه یم چې خلک به مرسته کوي، مونږ ټولو ولسوالیو او ناحیو ته وظیفه ورکړې چې مونږ ورته مېکانېزم جوړ کړی، کمېټه به ورځي، تشخیص به کوي چې په حقیقت کې څوک بېګاه ته ډوډۍ نه لري او مستحق څوک دی، داسې نه چې غریب څوک دی، هسې خو پنځوس فیصده افغانستان غریب دی، څوک چې بیګاه ته ډوډۍ نه لري مو ورسره مرسته کوو."
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر په جلال اباد کې هټۍ او د کاروبار ځينې ځایونه بند شوي چې ځایي خلک وایي، کار روزګار بند دی او دوی اوس اولادونو ته د نفقې د پیداکولو او ګټلو له امله په اندېښنه کې دي.
دوی وایي چې کار روزګار په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلی او که شتمن خلک او سوداګر له خپلو بې وسو هېوادوالو لاسنیوی ونه کړي نو د کرونا د ویروس مخنیوی به له ستونزو خالي نه وي.
د یادونې وړ ده چې له همدې امله د هېواد په اکثرو ښارونو کې سوداګریزې چارې بندې، هټۍ تړل شوي او خلک د بېکارۍ له امله اندېښنه لري.