Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

'طالبانو هرات کې د افغانستان بانک ۵ کارکوونکي وژلي'

0
د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د افغانستان بانک پنځه تنه کارکوونکي د هرات-اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې د طالب وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.


د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پېښه پرون پنجشنبه له غرمې وروسته شوې ده.


ښاغلی فرهاد زیاتوي: "په اسلام کلا کې د افغانستان بانک پنځه تنه کارکوونکي په داسې حال کې چې د هرات ښار خوا ته روان وو، د لویې لارې په اوږدو کې طالبانو برمته کړل چې وروسته‌یې په شهادت ورسول."


طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.


په هرات کې د ازادي راډیو خبریال د راپور له مخې په وروستیو څو کلونو کې د هرات اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې دا ډول پېښې زیاتې کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *