Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 09.04.2020

بخښنې نړیوال سازمان: د ایران رژیم تر ۳۰ ډېر معترضان بندیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې زرګونه بندیانو د ایران په لږ تر لږه اتو زندانونو کې د کرونا ویروس د خورېدو د احتمال په اړه په اعتراضونو او بلوا لاس پورې کړ، د زندان د افسرانو او امنیتي خواکونو له خونړي ځواب سره مخامخ شول.

بخښنې نړیوال سازمان: ایران رژیم ۳۶ بندیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په دې باور دی چې د ایران رژیم ۳۶ هغه بندیان وژلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره‌یې د حکومت له‌خوا د رخصت شویو بندیانو په لېست کې نومونه نه‌و او په همدې خاطر یې غږ پورته کړی و. د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې "په څو زندانونو کې د بندیانو د ځپلو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او وژونکو وسایلو کار اخیستل شوی چې په نتیجه کې یې په یوه زندان کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او یو بل کس هم په یوه بل زندان... Читать дальше...

د کوویډ۱۹ اقتصادي پایلې به بې سارې وي

Pa.azadiradio.com 

کوروناوایرسو پر نړۍ بې سارې اغېزې لرلي دي. ملګري ملتونه وايي، کورونا وایرس به داسې اقتصادي حالت رامنځته کړي چې مثال یې په دې وروستیو کې نه دی لیدل شوی. ځینو هیوادونو د کورونا وایرسو له اقتصادي اغېزو سره د مقابلې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

اکسفام: د نړۍ مشران دې د مرستو بشپړه بسته وړاندې کړي

Pa.azadiradio.com 

د مرستو رسولو نړیواله ډله اکسفام د نړۍ له مشرانو غواړي چې د مرستو بشپړه بسته وړاندې کړي. د دې ډلې هدف دا دی چې د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېزو په خاطر څه باندې نیم میلیارد خلک له بې‌وزلۍ سره مخ نه‌شي. اکسفام نن په یوه راپور کې ویلي شتمنو هېوادونو د دې ناورین پر مهال وښودله چې د خپل اقتصاد د ملاتړ لپاره زرګونه میلیارده ډالره چمتو کولای شي. د اکسفام په خبره دا هېوادونه باید د بې‌وزلو هېوادونو لپاره هم دا کار وکړي. د ډې دلې په خبره اړتیا یې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د مخ پر ودې... Читать дальше...



فضل محمود فضلي د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو فضل محمود فضلي د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه ټاکلی دی. دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر لیکلې ده. فضل محمود فضلي په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار و. افغان ولسمشر داسې وخت ښاغلی فضلي د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه ټاکلی چې تېره یکشنبه‌یې د نوې کابینې د مقرریانو لړۍ د پنځو ورځو په مخه درولې وه څو له عبدالله عبدالله سره سیاسي خبرې مخته ولاړې شي.

پنجاب کې به روزانه د ۵۰۰۰ کسانو کورونا وایرس ټیسټونه کوو: یاسمین راشد

Mashaalradio.com 

د پنجاب روغتیا وزیره ډاکټره یاسمین راشد وايي په صوبه کې د کرونا وایرس تیسټونو صلاحیت زیات کړل شوی دی او په راتلونکي اوونۍ کې به روزانه د ۵۰۰۰ کسانو د کرونا وایرس ټیسټونه کیږي.‌ د مشال ریډیو خبریالې ملیحه امیرزاده په ځانګړی مرکه کې له هغې پوښتلي که پاکستان ته وکتل شي نو د نورو هیوادونو پرتله دغلته د کرونا وایرس کېسونه کم دي.‌ ایا د کمو کېسونو مانا واقعا کم کېسونه دي که نه د دې دا مطلب دی چې دغلته ټسټونه کم کیږي.‌ تاسو به څه وايئ؟ ځواب: زما په فکر په تېرو دوو دریو ورځو کې خو د ټیسټونو شمیر ډیر سېوا کړل شوی دی. Читать дальше...

پر بګرام د برید هدف څه کېدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

په دغه تړون کې چې څه باندې میاشت وړاندې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو او امریکایانو منلې چې یو پر بل به بریدونه نه کوي.

د کورونا وایرس وبا نړیوال اقتصاد زښت اغېزمن کړی

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وايي، د کورونا وایرس وبا نه یوازې نړۍ له روغتیايي بحران سره مخامخ کړې بلکې دا پر نړیوال اقتصاد هم خورا لوی اغېز لري. په عین وخت کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو پر اقتصاد اغېز ته په کتو مرستندویه پروګرامونه پیل کړي چې ورسره سم نه یوازې خلکو ته پیسې ورکوي بلکې کاروبارونو ته په کم سود او اسانه شرطونو پورونه ورکوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د کورونا وایرس د ناروغانو نرسه خپل کار څنګه کوي؟

Mashaalradio.com 

خیبر پښتونخوا په سرکاري روغتونونو کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره څانګې ځانګړې شوې دي. د مردان په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو نرسه وايي، ناروغانو ته ډاډ ورکوي او ټول ضرورتونه یې پوره کوي. نازش علي خان وايي، له کاره چې کور ته ستنه شي، په یوه خونه کې اوسي او د کورنۍ له غړو لیرې اوسي. عظمت علي شاه له نوموړې سره ویډیويي مرکه کړې.

هغه ښار چې څو اوونۍ وړاندې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ نور هغه شور و زوږ نه لري چې د کورونا تر خپرېدو وړاندې یې درلود. اوس په دې ښار کې، چې له سیلانیانو به ډک و، هیڅوک اجازه نه لري چې بې ماسکه له کوره راووځي. د ازادي راډیو / ازادې اروپا خبریال اموس چاپل په دې ویډیو کې پراګ د قرنطین په حال کې درښيي.

داعش ډلې پر بګرام هوايي ډګر د راکټي حملې مسؤلیت واخیست

Pa.azadiradio.com 

د بګرام په هوايي ډګر د نن سهار راکټي بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی دی. دې ډلې په یوه بیان کې ادعا کړې چې د بګرام په پوځي اډه کې یې د هیلیکوپټرو د ناستې ساحه یا هیليپډ هدف ګرځولی دی. اخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په خپله ټویټر پاڼه تأیید کړې چې په بګرام هوايي اډه نن سهار پنځه راکټونه لګېدلي دي. په دې ټوېټ کې ویل شوي چې چاته په دې راکټي بریدونو کې زیان نه‌دی اوښتی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پېښه څېړي. داعش یا اسلامي دولت ډلې داسې وخت په... Читать дальше...

افغان حکومت:‌ ۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کوو

Mashaalradio.com 

افغان حکومت وايي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم ترمخې په لومړۍ مرحله کې۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کيږي. د چارواکو په وېنا دا خوشي کېدونکي طالبان خپلو خپلو کورونو ته استوي.

د پراګ لارې، کوڅې خالي پرتې دي

Mashaalradio.com 

د چېک جمهوريت پلازمېنه پراګ يو له هغو ښارونو دی چې هر کال ورته په لاکونه سيلګري ورځي. د پراګ په زوړ ښار کې خورا زياته ګڼه ګوڼه وي خو د کورونا وايرس خپرېدو مخنیوي لپاره حکومت بيړنی حالت اعلان کړی دی. د پراګ اوسېدونکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو ويل شوي چې له وجې یې د ښار لارې، کوڅې خالي پرتې دي. د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال اموس چېپل د پراګ ويډيو جوړه کړې چې پښتو بڼه یې دلته لیدلای شئ.

د کرونا ویروس د اقتصادي زیان په اړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ کړی چې د کرونا ویروس له لاسه اوښتی اقتصادي زیان به د اوسنۍ زمانې تر ټولو ژور اقتصادي تاوان وي. دا خبره د یاد سازمان رئیس روبېرټو ازېوېډو په یوه بیان کې کړې ده. په نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه شااوخوا نیمايي خلک په یو ډول نه یو ډول قرنطین دي او لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي. ځینو هېوادونو اوس دا هڅه پیل کړې چې څنګه وکولای شي د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه چې اقتصادي چارې‌یې سختې زیانمنې کړي، اسانه کړي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله... Читать дальше...

افغانستان کي د کرونا ویروس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي. دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. د هغه په خبره په دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی. تازه پېښې ۱۰ په کابل، ۱۴ په نیمروز، ۷ په کندهار، ۴ په پکتیا، ۲ په بامیان، ۲ په بلخ او یوه په لوګر کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې یوازې یو کس په ۲۴ ساعتونو کې بېرته روغ شوی او په ټول هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې درملنه‌یې شوې او روغ شوي ۳۲ ته رسېږي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *