Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

امریکا د حزب الله د یوه قومندان پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

0
امریکا وایي، که هر څوک داسې معلومات ورکړي چې له مخې یې د حزب الله د پوځي څانګې یو قومندان محمد کوثراني ونیول شي لس میلیونه ډالر جایزه به ورکړي.


ویل کېږي چې کوثراني د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ډلې له وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره نژدې اړیکې درلودې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له کوثراني سره د تړلو شبکو او کسانو پيدا کېدونکو اطلاعاتو ته هم پیسې ورکوي.


دغه وزارت وایي، په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو په همغږۍ کې کوثراني مهمه ونډه لري.


واشنګټن حزب الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.


کوثراني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د امریکا په تور لېست کې شامل شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *