Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ کسانو ته ورسېد

0
د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نن ۶۰۷ ته لوړ شو.


د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په یو بیان کې ویلي چې د ۵۲ نویو مثبتو پېښو له تایید وروسته د مثبتو مواردو شمېر ۶۰۷ ته لوړ شو.


د ښاغلي مایار په وینا په تېرو ۲۴ساعتونو کې په کابل کې ۲۸، په کندهار کې ۸، په هرات کې ۷، په بلخ کې ۴، په بامیان کې ۲ او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوه.


ښاغلي مایار وویل چې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړیو شمېره ۱۸ ته او د روغو شویو کسانو ۳۷ ته رسېدلې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *