Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

ملک سلمان په سعودي کې د ګرځبندیز موده وغځوله

0
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په پام سره د ګرځبندیز موده تر راتلونکې خبرتیا پورې اوږده کړه.


دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې له دې چې په دې هیواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېږي اعلان کړه.


سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په مارچ میاشت کې ګرځبندیز اعلان کړی و.


 تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او څو نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز ولګاوه.


سعودي چارواکو د عمرې مراسم لغو کړي دي او ویلي یې دي چې ښايي په جولای میاشت کې د حج مراسم هم لغو کړي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *