Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

امریکا په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل وغندل

0
متحده ایالاتو په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل غندلي دي.


دا کسان د حکومت پر ضد د تېر کال په پراخو مظاهرو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبه وویل دا اقدام هغه تضمینونه په خطر کې اچوي چې د بریتانیا دې مستعمرې ته ۲۰ کاله مخکې هغه مهال چې چین ته سپارل کېده، ورکړل شوي وو.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم دا نیونې غندلي او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې په سوله‌ییزو اعتراضونو کې ګډون د هانګ کانګ د خلکو له بنیادي حقونو څخه دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *