Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

افغان حکومت: طالبان دې خپل مرکچي پلاوی ژر تر ژره چمتو کړي

0
افغان حکومت له طالبانو غواړي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره خپل پلاوی ژر تر ژره چمتو کړي څو د سولې خبرې پیل شي.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري نن ازادي راډیو ته وویل د بین‌الافغاني خبرو لپاره د افغان پلاوي تیارۍ بشپړې شوي، خو قطر ته به وروسته له هغه سفر وکړي چې طالبان خپل پلاوی چمتو کړي.


په همدې حال کې د طالبانو ویاند وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عبدالغني برادر په دوحه کې په یوه غونډه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او غړي معرفي کړل.


د دې پلاوي مشر مخکې له دې شېر محمدعباس ستانکزی اعلان شوی و.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته تللی دی.


تمه ده چې بین‌الافغاني خبرې په نږدې ورځو کې په قطر کې پیل شي، خو د پيل نېټه‌یې تر اوسه نه‌ده اعلان شوې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *