Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 09.09.2020

شپږیزه لیګ؛ د نن لوبې د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو وګټلې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د کرکټ د شپږیزه لیګ په سیالیو کې نن (د سپټمبر ۹مه) د سهار په نهه نیمو بجو د امو نهنګان له بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو له سپین غر زمریانو سره مخامخ شول. لوبه په ۷ وېکټونو د بند امیر ښارمارانو وګټله. د شپږیزې کرکټ په روان لیګ کې دا د بند امیر ښارمارانو دوهم بری دی. د مس عینک اتلانو نن پچه وګټله او د توپ وهلو (بالېنګ) پرېکړه‌یې وکړه. د مس عینک اتلانو هم نن د سپین غر زمریانو ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه. په کابل کې د شپږیزي لیګ د اووم دور سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې. د دې لړۍ پای‌لوبه د سپټمبر په ۱۶مه ده.

لیسبوس ټاپو کې له موریا پنډغالي ۱۰ زره کډوال تېښتې ته اړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د غیر قانوني کډوالو په پڼډغالي، موریا کې بېګا اور ولګېد او ۱۰ زره کډوال تېښتې ته اړ شوي دي. په موریا پڼډغالي کې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د ګڼې ګوڼې، د کرونا د وبا د ګډېدو او د روغتیا او نظافت د کمزورو امکاناتو له کبله اندېښنې وې. چارواکو ویلي چې پڼډغالی ښايي په بشپړ ډول ویجاړ شوی، ځکه تر نن سهاره لا اور پرې بل و، خو په دې پېښه کې چا ته د سر زیان د رسېدو خبر لا نه‌دی خپور شوی. په لیسبوس ټاپو کې نږدې ۸۰ زره کسان اوسي. داسې ګڼل کېږي چې د یونان صدراعظم به نن بېړنۍ غونډه وکړي او په لیسبوس کې به بېړنی حالت اعلان شي.

امریکا په عراق کې خپل سرتېري په ۱۰۰ کې ۴۰ کموي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت نن (ډسپټمبر ۹مه) وویل چې په عراق کې به د خپلو عسکرو شمېر په دې میاشت کې په ۱۰۰ کې ۴۰ کم کړي. په عراق کې به د امریکا د پوځیانو شمېر ۳،۰۰۰ ته راکم شي. په هغه هېواد کې اوس‌مهال د امریکا ۵،۲۰۰ عسکر مېشت دي. په عراق کې د امریکايي ځواکونو هدف د داعش پر ضد مبارزه وه او د امریکا په مشرۍ د ائتلاف چارواکو ویلي چې دا کار تر ډېره حده د عراق د خپلو ځواکونو په وس کې دی.

روسیې پر «جي-اووه» هېوادونو د ناسمو معلوماتو خپرولو تور ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

روسیې د نړۍ پر اوو سترو صنعتي هېوادونو «جي-اووه» تور پورې کړی چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین‌یې پيل کړی او هدف‌یې دا دی چې د الکسي ناوالنی د مسمومېدو له کبله پر روسیې بندیزونه ولګول شي. الکسي ناوالني په روسیه کې له پېژندل شویو سیاستوالو او د کرملېن له سختو منتقدانو دی. هغه په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې له کبله هم ډېر پېژندل شوی دی. هغه تېره میاشت په سایبریا کې ناروغ شو او اوس په برلین کې په روغتون کې بستر دی. د جرمني ډاکترانو ویلي چې هغه ته داسې زهرجن مواد ورکړل شوي وو چې... Читать дальше...

د بلاروس اپوزېسیون مشره: مظاهره‌چیان دې مظاهرې سوله‌ییزې وساتي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د اپوزېسیون جلا وطنې مشرې، سویتلانا تیخانوفسکایا په خپل هېواد کې پر مظاهره‌چیانو غږ کړی چې خپلې مظاهرې سوله‌ییزې وساتي. هغې د پولند په پلازمېنه وارسا کې د وارسا پوهنتون ته په وینا کې وویل چې د بلاروس خلک د لوکاشینکا له واکمنۍ ستړي شوي دي. تيخانوفسکایا همداراز د روسیې خلکو ته د انټرنټ له لارې په وینا کې وویل چې د روسیې له خپلواکو خبریالانو او بلاګرانو مننه کوي چې په بلاروس کې روان وضعیت ته‌یې پام کړی او صادقانه او خپلواک راپورونه ورباندې جوړوي. تیخانوفسکایا وویل چې دې کار په بلاروس... Читать дальше...

مسعود اندرابي: پر امرالله صالح نننۍ حمله د حقاني شبکې حملو ته ورته وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په کابل کې نننۍ چاودنه کې هغه مواد کارول شوي چې معمولاً یې د حقاني شبکه خپلو بریدونو کې کاروي. مسعود اندرابي پر خپل ټویټر لیکلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دې برید کې له (نایټرو ګلیسیرین) او نورو کیماوي موادو کار اخیستل شوی دی. نایټرو ګیلسیرین د ډینامیټ په جوړولو کې کارول کېږي. د کورنیو چارو د وزیر په ټویټ کې ویل شوي، ننني برید کې کارول شوي مواد او د برید بڼه هغو بریدونو ته ورته ده چې ترې دې مخکي یې د حقاني شبکې مسؤلیت منلی دی. د پولیسو په وینا په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ولسي خلک وژل شوي دي. Читать дальше...

قبایلي سیمو کې اوس هم د پاکستان پر قانون عمل نه کېږي: قبایلي مشران

Mashaalradio.com 

په قبایلي ضلعو کې ځینې سیاسي او ولسي مشران وایي چې د دوی سیمې د یو ایني بدلون له لاری د خیبر پښتونخوا برخې ګرځېدلي دي، خو هلته اوس هم د پاکستان په قوانین عمل نه کېږي او د پرمختیا چارې په ټپه ولاړې دي. بلخوا حکومت دغلته د بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونه ردوي او وايي د اصلاحاتو عملي کولو لړۍ دوام لري. پرې په دې خپرونه کې بحث کوو ــ کوربه شاهین بونېری دی



زورورې چاودنې نن سهار کابل کې ۱۰ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

چاودنه د ولسمشر لومړي مرستيال د موټرونو په کاروان ترسره شوه چې له امله‌یې ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول. فرید الله سعادت‌یې په اړه دا راپور چمتو کړی دی.

پاکستان کې د کورونا وایرس فعالو کېسونو شمېره اوو زرو ته ټيټه شوې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې ورځ تربله د کورونا وايرس په کېسونو کې کموالې روان دې او سيپټمبر تر۹مې په ملک کې شاوخوا اوه زره فعاله کېسونه پاتې دي.   نیشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر لخوا د سيپټمبر پر۹مه جاري کړې شوو شميرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۴۰۰ نه زيات کسان د کورونا وايرس نه متاثره شوي، ۳۵۰ پورې ترې رغېدلي دي او نهه ترې مړه شوي دي د کوم وروسته چې په ملک کې د مړو مجموعي شميره شپږ زره ۳۶۰ ته رسيدلې ده. ياد سينټر وايي پاکستان کې د کورونا وايرس نه متاثره کسانو شميره شاوخوا درې لکه ته رسيدلې ده خو ۲ لکه شپږ... Читать дальше...

د کابل-ډېلي ترمنځ محدود هوايي پروازونه پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره به له دې وروسته د کابل او ډېلي ترمنځ په اوونۍ کې یو پرواز ترسره کېږي. دا پروازونه داسې مهال پیلېږي چې په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر لوړ ښودل شوی او افغانان‌یې اندېښمن کړي دي. خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دغه پروازونه محدود وي. د دغې ادارې ویاند نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې ډېلي ته په اوونۍ کې یو پرواز کېږي او دغه... Читать дальше...

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' له امله ۲ کسان مړه شوي دي. ښاغلی سمسور وايي، تر اوسه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ۱،۴۲۰ کسان مړه شوي دي. دی وايي، د روانې اوونۍ په څلورو ورځو کې د تېرې اوونۍ د څلورو ورځو په پرتله، د کرونا ویروس پېښې لږې ډېرې شوي، خو د اندېښنې وړ نه‌دي. Читать дальше...

د ډېزني د فلمونو جوړولو پر کمپنۍ نیوکې شوي

Pa.azadiradio.com 

د ډېزني د فلمونو جوړولو پر کمپنۍ له دې کبله سختې نیوکې شوې چې د مولان په نوم د انيمېشن فلم په اخر کې یې د چین له اتو دولتي کمپنیو مننه کړې ده. ډیزني دا فلم په ۱۹۹۸ میلادي کال کې جوړ کړی و. دا فلم بیا په انمېشن ډول جوړ او د سېپټېمبر په ۴مه پر ډېزني پلس چاینل خپور شو. مولان یو خیالي موزیکال فلم دی چې زیاتې برخې يې په شین جېن او د چین په نورو سیموکې اخیستل شوی دي. د فلم تر خپرېدو وروسته، ډېرو کتونکو پر ډېزني نیوکه وکړه چې ولې یې د شېن جین له چارواکو چې د مسلمانو ایغورو پر ضد د تبعیض او ظلم سخت کمپاین چلوي، مننه کړې ده.

د سویل ختيځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

Pa.azadiradio.com 

د سویل ختيځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د سېپټېمبر۹مه خپله کلنۍ غونډه پيل کړه چې د کرونا وبا پر ضد پر مبارزه او د نړیوالو خطرونو پر ضد د یو موټي کېدو په اړه خبرې په کې کېږي. د سویل ختیځې اسیا د سازمان (اسیان) ډیپلوماتانو د کرونا د وبا له کبله غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې پیل کړې ده. د هغوي د بحث یوه بله اساسي مسئله به د امریکا او چین ترمنځ د کړکېچ کمېدل وي. په اسیان کې لس اساسي غړي بروني، کمبودیا، اندونیزیا، مالیزیا، لاوس، میانمر، سنګاپور او تایلنډ دي. روسیه، چین او هند یې له لرې څاري. Читать дальше...

د بیلاروس حکومت اپوزیسیون: ښايي 'ماکسیم زناک' نیول شوی وي

Pa.azadiradio.com 

په بیلاروس کې داپوزیسیون د تنظیمولو مسئولین وايي، داسې معلومېږي چې په بیلاروس کې د هغوی وروستی ازاد ملګری ماکسیم زناک هم نیول شوی دی. د زناک ملګرو، توت ته چې په روسي ژپه خپرونې کوي ویلي چې زناک باید نن د انټرنېټ له لارې یوه مرکه ورکړې وای خو نه دی حاضر شوی او دوی ګومان کوي چې حکومت نیولی دی. د الکساندر لوکاشینکا ځواکونو په بیلاروس کې د اپوزیسیون پر پلویانو سخت بندیز لګولی چې په زور د وګړو نیول او د هغوي ډيپورت یا له بیلاروسه ایستل هم په کې شاملېږي. په بیلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست... Читать дальше...

خوشې شوي طالب بندیان چېرته تللي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت یو شمېر با خبره امنیتي سرچینې وايي، د هغو طالب بندیانو له ډلې چې حکومت خوشې کړي، له ۱۰۰ زیات‌یې بېرته جګړې ته ستانه شوي دي. دا سرچینې وايي، جګړې ته د دې زندانیانو له ستنېدو وروسته یو شمېر يې یا وژل شوي او یا هم بېرته نیول شوي دي. هغه خبره چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم وړاندې له دې د نوي لوی درستیز یاسین ضیا د معرفۍ په غونډه کې کړې وه. یو له دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي مسؤلانو د لومړنیو معلوماتو... Читать дальше...

امریکا د چین پر یو شمېر کرنیزو وارداتي محصولاتو بندیز لګوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا غواړي د چین د یو شمېر هغو کرنیزو محصولاتو پر وارداتو بندیز ولګوي چې د دغه هېواد په شینجن ایالت کې د جبري کار په نتیجه کې تولیدېږي. چین د شینجن تر یومیلیون زیات وګړي، چې مسلمانان دي، په جبري کمپونو کې بند کړي دي. د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې د ادارې چارواکي وايي، هېواد یې د چین د شینجن د سیمې د پنبې او سروبانجڼو په وارداتو بندیز لګوي ځکه چې په دې سیمه کې دا محصولات له زور څخه په استفادې کرل کېږي. د امریکا د ګمرکونو او پولو د ادارې د اجرائیه کمېشنر مرستیال بریندا سمیت رویټرز... Читать дальше...

'کندهار کې د انګورو حاصلات کم شوي'

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې يو شمېر باغ لرونکي وايي، د تېر کال په پرتله‌یې سږ کال د انګورو حاصلات کم شوي. دوی د خپل حاصل د کمېدو علت د سپېر غوږي په نوم يو ډول نباتي ناروغي یادوي. بل‌خوا د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسؤلان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى. سید حفیظ‌الله سیدي ازادي رادیو ته وویل، دوی د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باغ لرونکو ته عامه پوهاوی ورکړی او په زرګونه کیلوګرامه درمل‌یې هم ورته وېشلي دي. د ښاغلي سیدي په خبره،... Читать дальше...

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له زیتونو بڼونو به ۵۰۰ ټنه حاصلات راټول شي

Pa.azadiradio.com 

سږ کال به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو بڼونو څخه ۵۰۰ ټنه حاصلات راټول شي. د ننګرهار ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي. سرچینه د حاصلاتو د ډېرېدو علت، د زیتونو بڼونو په مسلکي او عصري ډول پالنه یادوي او زیاتوي، ټاکل شوې راتلونکي کال کې د زیتونو ۷۰ زره تازه نیالګي هم وکرل شي. د ویلو ده چې په ننګرهار کې د زیتونو دولتي بڼونه په ۱۳۴۲ کال کې په ١،٧٢٠ هکټاره ځمکه کې جوړ شوي چې په‌کې د زیتونو ۲۷۰ زره حاصل ورکوونکې ونې زرغونې دي.

سېلاو د بخت شېروان د کورنۍ شپږ غړي لاهو کړل

Mashaalradio.com 

په سوات کې وروستیو سېلاوونو یو شمېر خلک اغېزمن کړي چې پکې بخت شېروان هم شامل دی. د نوموړي د کورنۍ شپږ غړي په سېلاو کې مړه شول او د ټول کور سامان یې لاهو شو. د سیمې اوسېدونکي وايي، ځینې نورې کورنۍ هم زښتې ځپل شوې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.

ورک پاکستانی افسر ساجد ګوندل بازیاب

Mashaalradio.com 

د پاکستان امنیتي او تبادلاتي کمېشن (سېکيورټي اېنډ اېکسچېنج) مشر ساجد ګوندل چې شپږ ورځې مخکې تری تم کړل شوی وو د سيپټمبر پر ۸مه خپل کور ته ورغلی دی. ساجد ګوندل بېګا شپه پر خپله ټويټر پاڼه هم کښلي چې کور ته واپس راغلی او محفوظه دی. هغه له خپلو ټولو ملګرو مننه کړې چې د ده لپاره اندېښمن ول. د اسلام اباد پوليسو هم خپل کور ته د هغه د ستنېدلو پخلی کړی او رسنيو ته یې ويلي دي چې پوليس به یې د ورکړي بيان په رڼا کې د مقدمې پلټنې پرمخ وړي. د ذکر ده چې د سيپټمبر پر ۳مه ساجد ګوندل له اسلام اباده تری تم کړل شوی وو. Читать дальше...

امرالله صالح د نن ورځې په برید کې برسېرن ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په هغه وېډیويي پیغام کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي معاونیت پر فېس‌بوک پاڼه خپره شوې وايي چې په کابل ښار کې په نننۍ چاودنه کې پر لاس او مخ برسېرن ټپي شوی دی.

رولاند کوبیا: د افغانستان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې وینم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړی استازی وایي د افغانستان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې ویني. رولاند کوبیا نن پر خپل ټویټر دا خبره کړې ده. نوموړي ویلي چې پر مرستیال ولسمشر، د پارلمان پر غړو، د سولي پر فعالینو، مذهبي مشرانو بریدونه کېږي چې دا د ده په خبرو د سولې رښتونې نښې نه‌دي. د ښاغلي کوبیا په خبره که یوه خوا ونه‌توانېږي بېلابېل نظریات ومني او د مذاکراتو پر ځای هغوی حذف کوي، نو د افغانانو ترمنځ خبرې به څنګه کار وکړي؟ د بین‌الافغاني مذاکراتو په درشل کې نن په کابل کې د ولسمشر پر... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *