محب: جمهوري نظام کې ټولو ته ځای شته
محب چې خوست ته تللی و، پرون د دې ولایت له قومي مشرانو او د مدني ټولنې له غړو سره په کتنه کې وویل، د افغانستان د حکومت غوښتنه دا ده چې انسان وژنه ختمه شي او د زور په ځای د انتخاباتو له لارې سیاسي واک ولېږدول شي.
ده په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لار ولس ته مراجعه وبلله او ویېویل چې امنیت په بمباریو یا د وسلو په کارولو نهرامنځته کېږي.
