Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

د امریکا د ټکساس ایالت په جهیل کې څو بېړۍ ډوبې شوې

0
د امریکا د ټکساس ایالت په جهیل کې څو بېړۍ هغه مهال ډوبې شوې چې د ولسمشر دونالډ ترمپ د ملاتړ لپاره په پریډ کې یې برخه اخیستې وه.


د ټکساس د ترافیس د سیمې د پولیسو دفتر وویل، پرون شنبه ژغورونکو ډلو په ترافیس جهیل کې د پریډ په لړ کې د مرستې ګڼو غوښتنو ته ځواب ووایه او تائید یې کړه چې څو بیړۍ ډوبې شوې دي.


د پولیسو د دفتر ویندویې کریستین ډارک وویل چې په دې پېښو کې د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړای شوی.


د بیړیو د ډوبېدو د علت په اړه پلټنې روانې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *