Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

'وروستۍ اوونۍ کې د کرونا ویروس مثبته پېښه په هېچ زندان کې نه‌ده ثبت شوی'

0
د افغانستان د محبسونو ادارې ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په هېڅ زندان کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.


د دې ادارې ویاند، فرهاد بایاني پرون (دسپټمبر په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې له کله راهیسې چې د کرونا وبا په افغانستان کې ګډه شوې،  ۲۳۹ بندیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او یوازې ۶ بندیان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.


د بایاني په وینا، اوس‌مهال ۹ بندیان چې مخکې په کرونا ویروس اخته شوي وو، تر درملنې لاندې دي.


د افغانستان حکومت په وروستیو کې په عمومي ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه نرم کړي دي.


د ځيني څارونکو په باور، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر هغه ډېرې زیاتې دي چې حکومت يي رسما اعلان کړی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *