Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

کابل کې نن د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلېږي

0
په کابل کې به نن (د سپټمبر په ۶مه) د شپږیز کرکټ لیګ د اووم دور لومړۍ سیالۍ وشي.


د کرکټ بورډ د مهال‌وېش له مخې به نن د بند امیر ښاماران د مس عینک له اتلانو سره مخامخ کېږي.


په کابل کې پرون ماښام د لیګ د پرانیستې په مراسمو کې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو ملي یووالی دنیا ته څرګند کړ.


غني وویل، افغانستان څوک نه‌شي وېشلائ او د یوه واحد افغانستان لپاره پر ملي اراده هم څوک پښې نه‌شي اېښودلائ. هغه وویل چې د کرکټ ملي لوبډله یوازې یوه لوبډله نه‌ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي داسې کیسه ده چې هر افغان غواړي ځان په‌کې وویني.




محمد اشرف غني وویل: "کرکټ د افغانانو لپاره یوه لوبه نه‌ده ، یو عزت دی، یو افتخار دی. تاسو د جمهوریت بیرغ په ټوله نړۍ کې په ویاړ اوچت کړ."


د شپږیزه لیګ د پيل په مناسبت پروني رسمي مراسم د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې جوړ شوي وو.




د کرکټ بورد د رسنیو مسئول فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو سره سم چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کړي، سرته رسېږي. د شپږیزه لیګ د اتلولۍ سیالۍ به د سپټمبر په ۱۶مه وي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *