Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

یونان او ترکیې په سمندرګي کې د تېلو پر زېرمو د لانجې حل ته لېوالتیا ښودلې

0
یونان او ترکیې په سمندرګي کې د تېلو پر زېرمو د لانجې حل ته لېوالتیا ښودلې.


د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس نن د ترکیې هغه اقدام وستایه چې د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د دواړو هېوادونو له لانجمنې سیمې څخه یې خپله یوه پلټونکې کښتۍ ایستلې ده.


ترکیې د عروج رییس په نوم دا کښتۍ د تېلو او ګاز د پراخو زېرمو د پلټنو لپاره د مدیترانې هغې سیمې ته استولې وه چې یونان د مالکیت دعوه پرې لري.


دې اقدام د ناټو د دې دوو غړو اړیکې هومره ترینګلي کړل چې دواړو دې سیمې ته خپلې جنګۍ کښتۍ واستولې.


د یونان صدراعظم وویل، ښکاري چې د آتن او انقرې لانجه د خبرو له لارې د حل کېدو پر لور روانه ده.


هغه زیاته کړه چې که یونان عملا د کړکېچ د کمېدو نښې وویني نو دی به لومړی کس وي چې د خبرو مېز ته کېني.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *