Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

سرپل کې طالبانو یوه ښځه په ډزو وژلې

0
د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي طالبانو یوه ښځه په ډزو وژلې ده.


دا پېښه پرون شپه په سانچارک ولسوالۍ کې شوې.


د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یوه ۲۸ کلنه ښځه چې عایشه نومېده او درې ماشومان‌یې هم درلودل د سانچارک ولسوالۍ د تغی خوجې په کلي کې د طالبانو د امر باالمعروف ډلې د مسؤل ملا هاشم له‌خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده. تغی خوجه کلی له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دی."


د دې ښځې د وژنې علت لا نه‌دی معلوم.


طالبانو د دې پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *