Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

'د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي'

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د کرونا ویروس له امله له قرنطین وروسته د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلي دي.


د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال د هوایي دهلېزونو له لارې تر ډېره وچې او تازه مېوې، زعفران، قیمتي ډبرې او لاسي صنایع صادرېږي.


هغه زیاته کړه: "له قرنطین وروسته اوس‌مهال بهر ته صادرات عادي شوي، امارت، هند، سعودي، قطر، بهرین هغه هېوادونه دي چې ورته د هوایي دهلېز له لارې صادرات کېږي."


نوموړي وویل، وروستیو کې ترکش ایرلاین هم خپل پروازونه شروع کړي چې نږدې راتلونکي کې به اروپا ته هم صادرات پیل شي.


د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي،که وضعیت همداسې دوام وکړي په صادراتو کې به زیاتوالی راشي.


سږ کال د قرنطین له امله نورو هېوادونو ته درې زره ټنه صادرات شوي.


دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته شااوخوا ۵،۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي وو.


افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره هوايي دهلېز پرانیست او له هغې وروسته‌یې دا لړۍ یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو ته هم وغځوله.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *