Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

تېرو دوو اوونیو کې له ۸ میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول شوي

0
د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې له ۱۴مې نه تر ۳۰مې پورې ۸ میلیارده ۴۲۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.


د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې جملې ۵۹۳ میلیونه له مستوفیتونو، یو میلیارد ۷۲۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد ۳۷۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۷۲۵ میلیونه له ګمرکونو څخه ترلاسه شوي دي.


نوموړي وویل چې د روان کال د وږې میاشتې د لومړیو دوو اوونیو په پرتله ۲ میلیارده ۵۸۶ میلیونه افغانۍ لوړوالی ښیي.


د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۱۶ میلیارده ۵۸۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.


د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د وږې میاشتې تر ۳۰مې پورې ۷۴ میلیارده ۹۸۷ میلیونه افغانۍ (۴۵٪) پراختیایي بودجه او ۱۸۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ (۶۰٪) عادي بودجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودجې ۲۵۸ میلیارده ۷۱۶ میلیونه افغانۍ (۵۵٪) جوړوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *