د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ لومړنی نندارتون جوړ شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه یو ورځني نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.
په یاده ناسته کې د ملي شورا یو شمېر غړي د خصوصي سکټور د رهبرۍ غړي او د دواړو هېوادونو متشبثینو ګډون کړی.
په یاد نندارتون کې د افغاني او ایراني محصولاتو ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي هیلهمندي ښیي چې دغه نندارتون کې به افغاني او ایراني محصولاتو ته بازار موندنه وشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.
