Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

لوکاشینکا د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه

0
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا نن د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه پر ځای کړه.


دا مراسم چې له وړاندې نه‌وو اعلان شوي داسې مهال ترسره شول چې د تېرې میاشتې ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته په دې هېواد کې پراخې حکومت ضد مظاهرې وشوې.


بیلتا رسمي خبري اژانس نن راپور ورکړ چې نننیو مراسمو ته سلګونه لوړپوړي چارواکي وربلل شوي وو، خو په راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا چارواکي څوک او څه شمېر کسانو په مراسمو کې ګډون کړی وو.


بیلتا لیکلي د بلاروس د انتخاباتو کمېسیون مشر ښاغلي لوکاشینکا ته د ولسمشرۍ تصدیق‌نامه وسپارله.


لوکاشینکا چې ۲۶ کاله‌یې پر دې هېواد واکمني کړې ده د انتخاباتو د نتایجو په تړاو د تر ټولو لویو ننګونو سره مخامخ دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *