Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

د کرملېن منتقد الکسي ناوالني له روغتونه رخصت شو

0
د کرملېن منتقد الکسي ناوالني په جرمني کې تر درملنې وروسته د برلین له یوه روغتونه رخصت شو.


په جرمني کې د چریتي روغتون په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د ناوالني روغتیایي وضعیت اوس دومره ښه شوی چې د روغتون د ځانګړو مراقبتونو له برخې رخصت شي.


ډاکتران دا هم وایي چې د مسمومیت د اوږدمهاله اغېزو په اړه د ارزونې لپاره لا اوس وختي دی.


نوموړی تېره میاشت هغه مهال چې په صربیا کې په یوې الوتکه کې ناروغ شوی وو، جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شو. روغتیایي چارواکي وایي د ناوالني ازموینو په جرمني، فرانسې او سويډن کې وښودله چې نوموړی په نوويچوک ډوله کیمیاوي مادې مسموم شوی وو.


لوېدیځ هېوادونه له روسیې څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي، خو مسکو تر اوسه په دې اړه د پلټنو پیلولو څخه ډډه کړې ده او وایي لا هم منتظر دي چې د جرم شواهد وویني.


کرملېن د ناوالني په مسمومېدو کې لاس لرل ردوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *