Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

جانيخېل پرلتوال د اسلام اباد پر لور، لارې بندې، منظور پښتين او محسن داوړ ګرفتار

0
د بنو جانيخېلو پرلتوال له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اسلام اباد پر لور روان شوي دي خو پوليسو پر ټوچي پله د دوی مخه نيولې ده. د دوی په ملاتړ په بنو کې ډومېل وزيرو بل پرلت وهلی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په لاريون کې د ګډون لپاره په لاره ول چې په کرک کې پوليسو نیولي دي. په جانيخېلو کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د څلور ځوانانو د وژنې پرضد پرلت وهل شوی وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *