Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

بيګم نسيم ولي‌ خان وفات شوه

0
د عوامي‌ نېشنل ګوند پخوانۍ مشره بيګم نسيم ولي خان د ۸۸ کلونو په عمر د خیبر پښتونخوا په چارسده کې وفات شوه.

د دغه ګوند وياند زاهد خان د مې په ۱۶مه مشال رېډيو ته وويل چې د هغې جنازه به نن په شپږ بجې په ولي باغ کې کېږي. نوموړې د زړه او شکرې ناروغي درلوده. عوامي نېشنل ګوند د بيګ نسيم ولي‌خان په مرګ د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی.




بيګم نسيم ولي‌خان درې ځل د پاکستاني پارليمان غړې پاتې شوې وه. نوموړې د خېبرپښتونخوا اولنۍ ښځه وه چې د ۱۹۷۷ کال په غیر ګوندي انتخاباتو کې یې ګډون وکړ او بریالۍ شوه.




هغه د خدايي خدمتګار تحريک بنسټګر، باچا خان ننګور او د عوامي‌نېشنل ګوند مشر، عبدالولي خان خان مېرمن وه. کله چې د ذوالفقار علي بوټو په حکومت کې په ۱۹۷۰ کال کې ولي‌خان ونيول شو نو بيګم نسيم ولي خان د ګوند مشري پرغاړه واخیسته. له همدغه وخته د هغې سیاسي مبارزه پېل او نوموړې نوم پېدا کړ.


مېرمن نسیم ولي خان د ۲۰۱۵ په اګست کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې لسګونه کلونه پخوا یې کورنۍ د باچا خان په مبارزه کې شامله شوې وه.


د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سينيټر افراسياب خټک چې د بيګم نسيم ولي خان سره یې له نیزدې پېژندل، مشال رېډيو ته وويل هغه په ډيرو سختو حالاتو کې سیاست ته ووتل. ((پر نېشنل عوامي پارټي بندېز لګېدلې وو او مشران یې نظر بند شوي وو. دا دغه وخت راووتله او سیاسي قیادت سره یې رامنځته شوې خلا ډکه کړه. نېشنل عوامي پارټي د ذوالفقار بوټو حکومت خلاف وه. هغه وخت جلسې جلوسونه وو.))




د خټک په وينا "دوېمه مرحله هغه وه چې کله د ۱۹۸۱م پس د پوځي واکمن ضیاالحق خلاف د ایم ار ډي تحریک پیل شو نو بیا نېشنل ډیموکریټ پارټي وه چې نسیم بي بي په هغې کې وه. نو په هغې کې هم ګرفتارۍ او نظر بندۍ شوې وي او دې هغه مرحلې تېرې کړې."


ګڼو سیاستوالو د بيګم نسيم ولي خان پر مرګ خفګان ښودلی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ټويټر ليکلي چې د هغې په مرګ غمژن دی او د هغې ناسکه زوی اسفندیار ولي خان سره غمرازي کوي.




د عوامي نېشنل ګوند يو بل پخوانی غړی، فضل رحیم مروت وايي د پاکستان په سياست کې د بيګم نسیم ولي خان کردار ډير تاريخي دی. هغه مشال رېډيو ته وويل په کوم ډول چې هغې د خپل مېړه تر نيول کېدو وروسته د ګوندي مشري وکړه، مثال یې کم موندل کېږي.


دی زیاتوي: "هغې په داسې حالاتو کې ګوند په پښو ودراوه چې مارشل لا ګانې وې. یو وخت کې دوی ټول قېد وو. دې په سیاست کې او د جمهوریت لپاره یو ښه رول ولوبولو. ډېره پوهه ښځه وه، تر هغې زیاته پوهه وه چې د څه تمه ترې کېدله."




 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *