Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

علي خامنه‌یي د ایران د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر وټاکه

0
د ایران ستر مذهبي رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي د دغه هېواد د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر ټاکلی. 


غلام محسن محسني اژه‌یي د منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ځای د قضائیه قوې مشر ټاکل شوی. 


محسني اژه‌يي د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې له‌خوا له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د بندیزونو په لېست کې شامل دی. 


دی تر دې مخکې د قضائیه قوې د سخت‌دریځي مشر ابراهیم رئیسي مرستیال و. 


رئیسي د ۱۴۰۰ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ژر به د حسن روحاني پر ځای لوړه وکړي. 


د بشري حقونو مدافع ډلې د ایران د قضائیه قوې اکثر مشرتابه د رژیم د مخالفانو په ځپلو تورن کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *