Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 20.07.2021

طالبان بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره وکړي: اردوغان

Mashaalradio.com 

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي. اردوغان دا خبرې د جولای پر ۲۰مه شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې. د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې امریکا ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

اردغان: طالبان بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي. اردغان دا خبرې د سې شنبې په ورځ شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې. د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې متحده ايالات ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي. له دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د کابل په هوايي ډګر کې د ترکي ځواکونو شتون به د ''اشغال دوام'' په مانا وي.

په کابل کې اختر د دریو چاودنو په غږ سره پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل اوسیدونکو د چاودنو له غږونو سره لوی اختر پیل کړ. د ښار په لومړۍ او دویمې ناحیې لږ تر لږه درې توغندي داسې مهال ولګیدل چې د جمهور ریس محمد اشرف غني په ګډون لوړپوړو چارواکو د ارګ په جومات کې د اختر لمونځ ادا کوه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په پیښه کې هیڅ چاته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نور په دې راپور کې وګورئ

اخترونو کې د خلکو تګ راتګ له څه وخت راهیسې دود دی؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام په اختر کې د تګ راتګ تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  خلک له څه وخت راپه دې خوا په اخترونو کې تګ راتګ کوي؟  دا تګ راتګ په اوسنیو حالاتو کې څه ډول دی؟  د ازادي راډیو له لوري دا جوړ شوی پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:



لوی اختر ته د خوست مېشتو چمتوالی

Pa.azadiradio.com 

زرګونه خوست ښاریان پرته له دې چې د کرونا ویروس د خطرونو پر وړاندې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي، د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو ځایونو کې په عادي توګه د اړتیا وړ توکي پیري.

کراچۍ کې د قربانۍ څارویو مینځلو ځای

Mashaalradio.com 

شیخ صغیر محمد صدیقي په کراچۍ کې د ګاډو د مینځلو او پاکولو مرکز یا سروېس سټېشن لري خو د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ څاروي مینځي. دی وايي، د دې کار موخه یې پیسې ګټل نه بلکې ثواب دی نو ځکه یوازې په ۱۰۰ روپۍ یو څاروی مینځي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور پر تښتونې او ربړونې د نړیوالو ورځپاڼو مقالې

Pa.azadiradio.com 

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور د تښتونې او ربړونې په قضیې باندې ګڼو ورځپاڼو مقالې خپرې کړي. واشنګټن پوسټ له دې ډلې د واشنګټن پوسټ له‌خوا په خپور شوي مطلب کې راغلي چې افغانستان له پاکستانه ډیپلوماتان وروغوښتل څو یې د پاکستان د برید په تړاو خپل اعتراض کړی وي.  په مطلب کې راغلي ۲۶ کلنه سلسله علي‌خېل د جولای په ۱۶مه د پاکستان له پلازمېنې ماسپښین مهال تښتول شوې وه او سخت ګوزارونه پرې شوي و. واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اقداماتو په اړه... Читать дальше...

ورځ کې ۱۵ زره افغانان د جانسن او جانسن واکسین تطبیقوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې هره ورځ پنځلس زره کسان د کرونا امريکايي واکسين تطبيقوي. د کابل په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې هره ورځ پنځه سوه کسان د جانسن او جانسن په نوم د کرونا ضد واکسين عملي کولو لپاره ورځي. د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه مخ په کمېدو ده، خو که عام خلک د اختر په ورځو کې احتياط ونه کړي يو ځل بيا د مثبتو پېښو زياتوالی شونی دی. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *