Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

تمه ده امریکا او روسیه به د وسلو د کنټرول پر نوي پړاو وغږیږي

0
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) ترکیه کې روسي خبري اژانسونو ته وویل چې هیله لري د جولای میاشتې په نیمايي کې به د امریکا او روسیې پلاوي د وسلو د مخنیوي او کمولو پر موضوع غونډه سره جوړه کړي.  


ده زیاته کړه چې دا لومړینۍ د سلا مشورې غونډې به دواړو لوریو ته د منلو وړ موافقه رامنځته کړې.  


د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ده روسي سیال ولادیمیر پوتین د جون په شپاړسمه په جنیوا کې توافق کړی و چې د اټمي وسلو د کنټرول په اړه به خبرې پيلوي.  


دا خبرې به د نیوسټارټ موافقې پر اساس کېږي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو د کنټرول مهمه موافقه ګڼل کېږي.




په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن نیو سټارټ موافقه تمدید کړه.


نیوسټارټ د مسکو او واشنګټن تر منځ د وسلو د کنټرول وروستی لویه موافقه ده.  


هغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و چې د ۲۰۲۶میلادي کال د فبرورۍ تر پنځمې د نیوسټارټ موافقې تمدید به د وسلو د کنټرول په اړه خبرو ته فرصت برابر کړي.  


د دې موافقې له مخې ۱۵۵۰ اټمي سروکو سټراتیژیک ځای پر ځای کول باید د تاییدي تر یوې پروسې تېر شي.  




د واشنګټن او مسکو تر منځ له مخکې لا ترینګلې اړیکې د سایبري حملو، په انتخاباتو کې د لاس وهنې او د روسیې د حکومت مخالف الکسي ناوالني د بندي کولو په خاطر له هغه راهیسې نورې هم خرابې شوې چې جو بایډن د ولسمشر په توګه په جنورۍ میاشت کې خپله دنده پیل کړه.


خو د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې هېواد یې له روسیې سره باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکې غواړي چې دواړه هېوادونه پر ګډو مسایلو لکه ستراتيژیک ثبات، د وسلو کنټرول او پر اقلیمي بدلون ګډ کار وکړای شي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *