Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه نشه‌يي مواد ونيول شول

0
په ننګرهار ولايت کې د درې جلا جلا عملياتو په نتيجه کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه نشه‌يي مواد ونيول شول. 


لومړي عمليات چې د سرطان مياشتې پر نهمه نېټه په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې ۳۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول او په دوهمو عملياتو کې ۱۳ کیلو ګرامه ترياک، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه او ۱۹۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.


درېيم عمليات هم په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. دا چرس په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړل شي.


د دې درې پېښو په تړاو درې نفره هم نيول شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *