Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

مسکو: د کرونا ناروغانو د زیاتېدونکې مړینې له کبله تازه محدودیتونه نه‌لګوو

0
روسیه وايي د کرونا له کبله د مړو د شمېر له زیاتېدو سره سره به تازه محدودیتونه ونه‌لګوي.


دا څلورمه پرله‌‎پسې ورځ ده چې په روسیه کې په بې‌ساري ډول ډېر کسان په کرونا ویروس مري.


د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، هېڅوک محدودیتونه نه‌غواړي، دا موضوع اوس په بحثونو کې شامله هم نه‌ده.


پېسکوف واکسین له روان بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.


تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې چارواکو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۶۷۹ کسانو مړینه اعلان کړه.


تر دې یوه ورځ مخکې په کرونا ویروس د ۶۷۲ کسانو مړینه ثبت شوې وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *