Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

سرګي لاوروف: داعش د افغانستان په شمال کې د نويو کسانو د جلبولو هڅه کوي

0
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د داعش په نوم افراطي ډله هڅه کوي د دغه هېواد په شمال کې ځان ته نوي کسان جلب کړي.


سرګي لاوروف دا څرګندونې نن جمعه په مسکو کې یوه کنفرانس ته وکړې.


ښاغلی لاوروف زیاتوي: "مهمه ده افغانستان ته پام وشي چې د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډله په‌کې د خپل فعالیت پراخول غواړي. دوی په دې کار د دې لپاره لاس پورې کوي چې ناوړه اقدامات‌یې د واقعي سولې لپاره چمتووالی وځنډوي." 


سرګي لاوروف زیاته کړه، د افغانستان په دولت کې دننه هم ښايي ځینې کړۍ د سولې پروسې د ځنډولو هڅه کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *