Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

نااټمي هېوادونه: اټمي قدرتونه دې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته کار وکړي

0
د نړۍ شپاړسو نااټمي هېوادونو  پر اټمي قدرتونو غږ وکړ چې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته لاس په کار شي. 


د ستاکهولم نوښت په چوکاټ کې د راټولو شوېو دغو هېوادونو استازیو پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) خپله څلورمه غونډه په مادرید کې وکړه. 


د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د پرونۍ غونډې په اعلامیه کې پر نهو اټمي هېوادونو غږ شوی چې 'د اټمي وسلو د نه پراختیا تړون' اړتیاوې پوره کړي. 


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس غونډه کې ویلي، اټمي بې وسلې کېدنه امکان لري او په خبره یې دا 'سملاسي اړینه' چاره ده. 


غونډه کې د وسلو د کنټرول په اړه د مسکو او واشنګټن د خبرو د اعلان هرکلی هم شوی دی. 


د امریکا او روسیې ولسمشرانو ټینګار کړی چې په راتلونکې کې په هره بیه باید د اټومي تقابل مخنیوی وشي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *