Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د افغانستان ملي امنیت سلاکار: د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي

0
‎‎د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي چې افغان حکومت به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مټ اوسنی امنیتي وضعیت بېرته کنټرول کړي.


‎حمدالله محب د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره د نورو تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.


‎ښاغلی محب زیاتوي: "په یو شمېر ولسوالیو کې اوس هم عملیات روان دي، په تېرو څو اوونیو کې ۱۴ ولسوالۍ مو بېرته ونیولې، راتلونکې اوونۍ به اووه نوې بلک هاک الوتکې راورسېږي، مخکې مې یو امریکایي جنرال سره خبرې کولې راته‌یې ‌‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ راکړ چې دا الوتکې به تر راتلونکې اوونۍ راورسېږي، همدارنګه نورې الوتکې به هم ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر راورسېږي، خو لږ وخت نیسي چې ورو ورو دا ټولې الوتکې راورسېږي."




‎حمدالله محب طالبانو ته د دوو زرو افغان امنیتي او دفاعي تسلیم شویو ځواکونو په اړه وویل چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې بېرته خپلو لیکو ته راستانه شوي او ملي دفاع وزارت‌یې د بېرته سوقولو چارې پیل کړې دي.


‎ښاغلي محب د هوایي ځواک د پیاوړتیا خبره وکړه او زیاته‌یې کړه چې په دې برخه کې د افغان پوځ تمرکز زیات شوی تر څو وروستی امنیتي وضعیت کابو شي.


‎حمدالله محب یو ځل بیا د یو لوړپوړي حکومتي چارواکي په توګه پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه‌ده او په خبره‌یې باید سولې او اوربند ته غاړه کېږدي، خو وایي چې طالبانو برعکس د جګړې لاره غوره کړې په داسې حال کې چې د جنګ لپاره  پلمه هم نه‌ده ورپاتې.


‎که څه هم طالبانو تازه د ښاغلي محب د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و چې دوی هم سولې ته لېواله دي او د همدې لپاره‌یې د سولې مرکچي پلاوی ټاکلی دی.




‎افغان حکومت داسې مهال د روان امنیتي وضعیت د کابو کولو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي او له طالبانو سره پر مذاکراتو او سیاسي حل‌لارې ټینګار کوي چې په دې وروستیو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره په هېواد کې جګړو زور اخیستی او ‌‌‌‌‌‌ډېری ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *