Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

راشد خان: د افغانستان د کرکټ ښه والي لپاره پوره هڅه کوم

0
د کرکټ د شل اوورېزه سیالیو نوی لوبډلمشر راشد خان ژمنه کړې چې د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره به پوره هڅې وکړي.


راشد خان نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه کړې چې دا باور یې پرې کړی.


نوموړي ډاډ ورکړی چې دا مسوولیت به په ښه توګه ترسره کړي.


د افغانستان د کرکټ د پنځوس اوورېزه او پنځه ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په فیسبوک پاڼه کې راشد خان ته د شل اوورېزو لوبو د ملي لوبډلې د کپتان او نجيب الله ځډراڼ ته د مرستيال کپتان په توګه مبارکى ويلي.


نوموړي لیکلي: "باور لرم چې د دوى په رهبرۍ سره به د شل اوورېزو لوبو په برخه کې لویې لاسته راړونې او مثبت بدلونونه راشي."


راشد خان پرون د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شل اوورېزه لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر  او نجیب ځدراڼ یې مرستیال وټاکل شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *